کابل : د افغاني سرې میاشتې ټولنې په کابل کې د سوري زړه ناروغانو د درملنې لپاره یو تخصصي روغتون پرانیستی، چې په کال کې د شاوخوا دوه زره ناروغانو د درملنې ظرفیت لري.
د سرې میاشتې ټولنې له خوا ،د اګست په ۲مه، د خپاره شوي معلوماتو له مخې، دغه روغتون به ۲۴ ساعته وړیا روغتیايي خدمات وړاندې کوي او د جوړېدو لګښت یې د یادې ټولنې له بودجې څخه ورکړل شوی دی.
چارواکي وایي، د دې روغتون په فعالېدو سره به د سوري زړه ګڼ ناروغان د هېواد دننه په وړیا ډول درملنه ترلاسه کړي او بهرنیو روغتیايي مرکزونو ته د لېږد اړتیا به کمه شي.


شال نیوز