پېښور : د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې ،د اګست په ۲مه، په دوو جلا پېښو کې د یوې ښځې د مړینې او د شپږو مزدورانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ ادارې د معلوماتو له مخې، د شاه عالم شکر پورې په سیمه کې د یوې تر جوړېدو لاندې ودانۍ دیوال نړېدلی، چې له امله یې شپږ مزدوران ټپیان شوي دي.

 

ژغورونکو ټپیان له ملبې را ایستلي، لومړنۍ طبي مرستې یې ورته برابرې کړې او د نورو درملنو لپاره یې د پېښور لېډي ریډینګ روغتون ته لېږدولي دي.

 

په یوه بله پېښه کې د پېښور د ناګمان په سیمه کې د یو کور برنډه نړېدلې، چې له امله یې یوه ښځه مړه شوې ده.

 

ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي دي، چې د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې وې، خو ښځه تر رسېدو مخکې مړه شوې وه. د ادارې په وینا، د مړې روغتون ته د لېږد وړاندیز شوی و، خو د هغې کورنۍ له دې ډډه کړې ده.