د پاړاچنار پولیس وايي چې په ډوګر سیمه کې د ناڅرګنده کسانو په ډزو کې یو د فرنټير کور (ایف سي) سرتېری وژل شوی دی.
د پولیسو سرچینو له مخې، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې ناڅرګنده کسانو له لرې واټن څخه د سنایپر په وسیله پر یاد سرتېري ډزې وکړې. د راپورونو تر مخه، نوموړی سرتېری لومړی سخت ټپي شوی و، خو وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.
چارواکي وايي، تر اوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، او امنیتي ادارې د برید د څرنګوالي او عاملینو د موندلو لپاره پلټنې کوي.
په همدې حال کې، د سیمي ځیني اوسېدونکي وايي چې په منځنۍ کرم کې په دې وروستیو کې د هدفی بریدونو او ورته پېښو شمېر زیات شوی دی، چې د خلکو اندېښنې یې راپارولې دي.
امنیتي سرچینې وايي، دوي په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې روانې ساتلې دي، خو دا لا نه ده روښانه چې وروستۍ پېښه به د امنیتي وضعیت پر عمومي حالت څه اغېز ولري.

علي افضل افضال