کابل : د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند ویلي دي، چې طالبان د افغانانو د کلتور، دودونو او سیاسي غوښتنو درناوی نه کوي او د زور له لارې د واک چلولو هڅه کوي. دغه ګوند ،د اګست په لومړۍ، په بدخشان کې د وروستیو پېښو په تړاو په یوه اعلامیه کي ویلي دي، چې طالبانو د یفتل پایین ولسوالۍ د خلکو پر سوله ییز احتجاج زور کارولی، چې له امله یې یو شمېر کسان وژل شوي او نور ژوبل شوي دي.
جمعیت اسلامي د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د بدخشان له خلکو او د افغانستان له ټولو وګړو یې غوښتي دي، چي د ظلم او بې انصافۍ پر وړاندې یو موټی شي. ګوند د خلکو د هغه څه ملاتړ هم اعلان کړی، چي دوي یې «مشروع دفاع» بولي.
په اعلامیه کي ویل شوي دي، چې بدخشان د حق غوښتونکو او د زورواکۍ ضد پاڅونونو اوږد تاریخ لري او طالبان باید پوه شي، چي د خلکو ګډه اراده په زور نه شي ماتېدلی. جمعیت اسلامي خبرداری ورکړی، چې که طالبان د خلکو غوښتنو ته غوږ کېنږدي او د زور کارولو ته دوام ورکړي، نو د افغانانو د ګډې ارادې پر وړاندې به له «عبرتناکې ماتې» سره مخ شي.
طالبانو تر اوسه د جمعیت اسلامي د دې اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی. د بدخشان سیمه ییزو طالب چارواکو تر دې مخکې د یفتل پایین په پېښه کې د مرګ ژوبلې او د یوې ښځې د تالاشۍ دعوې رد کړې وې.
دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي، چې د طالبانو مخالفو وسله والو جبهو په دې وروستیو کې د خپلو فعالیتونو د زیاتولو دعوې کړې دي. د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې هم ویلي دي، چې د طالبانو پر ضد یې له کندهاره وسله وال فعالیت پېل کړی او د افغانستان د ازادۍ لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.


شال نیوز