کابل : د طالبانو ویاند ،ذبیح ‌الله مجاهد، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌ خوا د پنځو طالب چارواکو په اړه د بندیزونو په نوملړ کې د معلوماتو تازه کول «بې‌ ګټې او بې‌ اغېزې» بللي دي.

 

مجاهد ،د جولایۍ په ۳۱مه، د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون سره په خبرو کې ویلي دي، چې دا ډول بندیزونو تر اوسه د هېڅ لوري لپاره مثبته پایله نه ده لرلې او د ستونزو په حل کې یې هم مرسته نه ده کړې. نوموړي وویل، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د بندیزونو او محدودیتونو د دوام پر ځای له طالبانو سره د همکارۍ، تفاهم او رغنده تعامل لاره خپله کړي.

 

مجاهد زیاته کړه، بندیزونه باید د اشخاصو د حقونو د نقض او د ادارو د فعالیتونو د اغېزمنېدو لامل نه شي. د هغه په وینا، کله چې د یوې ادارې مشر تر بندیزونو لاندې وي، اغېز یې یوازې پر هماغه کس نه، بلکې پر ټولې ادارې پرېوځي.

 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جولایۍ پر ۳۰مه د افغانستان په اړه د ۱۹۸۸ بندیزونو په نوملړ کې د پنځو کسانو معلومات تازه کړي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دې نوملړ کې دا مهال د ۱۳۵ کسانو او پنځو ادارو نومونه شامل دي.

 

په تازه شویو معلوماتو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌ الدین حقاني، د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب، د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت ‌الله بدري، د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق او د ښار جوړونې او کور جوړولو وزیر حمدالله نعماني شامل دي.

 

د بندیزونو کمېټۍ ویلي دي، چې دا بدلونونه یوازې د دغو کسانو د پېژندپاڼو، دندو، پاسپورټونو او نورو شخصي معلوماتو د بشپړولو یا سمولو لپاره شوي او د هغوي پر وړاندې په موجودو محدودیتونو کې هېڅ بدلون نه راولي.

 

په دغو محدودیتونو کې د شتمنیو کنګلول، پر بهرنیو سفرونو بندیز او د وسلو له ترلاسه کولو سره اړوند محدودیتونه شامل دي. د امنیت شورا رسمي نوملړ د جولایۍ پر ۳۰مه تازه شوی او پخوانۍ بڼه یې بدله کړې ده.

 

د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله تېرېږي، خو د دوي حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو له‌ خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی او ګڼ لوړپوړي چارواکي یې لا هم د امنیت شورا په بندیزیز نوملړ کې شامل دي.