برمل : د کوز سویلي وزیرستان د برمل تحصیل په اعظم ورسک سیمه کې ناڅرګنده وسله‌ والو د مولانا اسماعیل وزیر په نوم یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.

 

د پولیسو سرچینو ویلي دي، چې پېښه ،د جولایۍ په ۳۱مه، هغه مهال وشوه چې نامالومو کسانو پر مولانا اسماعیل وزیر ډزې وکړې. نوموړی د ټپونو له امله په ځای ساه ورکړه، خو بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شول.

 

له پېښې وروسته پولیسو او اړوندو امنیتي ادارو سیمه کلابنده کړې، د لټون عملیات یې پېل کړي او د برید د انګېزې او د بریدګرو د پېژندلو لپاره یې پلټنې روانې کړې دي.

 

تر اوسه د برید مسوولیت کومې وسله ‌والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.