کابل : د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ،مولوي امیرخان متقي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي ،تورهان صالح، سره د پراختیايي او زېربنايي پروژو د عملي کېدو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراخېدو خبرې کړې دي.

 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا ،د جولایۍ په ۳۱مه، د خپاره شویو معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو د بېرته مېشتېدو او ادغام، روغتیا، کرنې، بدیل روزګار او د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو په برخو کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا بحث شوی دی.

 

متقي ویلي دي، چې له بشري مرستو سره باید په افغانستان کې پراختیايي او زېربنايي پروژې هم عملي شي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره او اقتصادي ستونزې راکمې شي.

 

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام نوي استازي تورهان صالح ویلي دي، چې اداره یې د افغانستان د لومړیتوبونو او د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ خپلو پراختیايي همکاریو ته دوام ورکوي.

 

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو خواوو د همکاریو پر دوام او د اړوندو پروژو د اغېزناک پلي کېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.