لغمان : د افغانستان د لغمان ولایت امنیه قومندانۍ وایي، چې امنیتي ځواکونو ،د جولایۍ په ۳۱مه، د بېلابېلو عملیاتو پر مهال پنځه کسان د غلا، خپلمنځي شخړو او د ناقانونه وسلو د ګرځولو په تړاو نیولي دي.

 

د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو سره درې میله کلاشینکوفونه او یوه توفنګچه هم ضبط شوې ده.

 

چارواکي وایي، نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته د قانوني اقداماتو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.