نوښار : د نوښار کلا پولیس وايي، چې پر یوې ۱۶ کلنې نجلۍ د تښتولو او ډله ییز جنسي تېري په تور یې د څلورو کسانو پر ضد مقدمه درج کړې او یو مرکزي مشکوک کس یې نیولی دی.
د شال نیوز خبریال ،سید ندیم مشواڼي، د پولیسو په حواله وايي، چې متاثره نجلۍ په یوه ځايي بیوټي پارلر کې کار کوي. د کورنۍ د دعوې له مخې، تورنو کسانو هغه په موټر کې وتښتوله او د نشه کوونکي سپرې تر کارولو وروسته یې پرې جنسي تېری وکړ.
د کورنۍ په وینا، برید کوونکو نجلۍ وروسته د بې هوښۍ په حالت کې وغورځوله او له سیمې وتښتېدل. هغه روغتون ته رسول شوې او تر درملنې لاندې ده.
د نوښار کلا پولیس تاڼې مشر فیصل خان ویلي دي، چې پولیسو د بدرشۍ د ریګي په سیمه کې د فضل امین په نوم یو مشکوک کس نیولی دی. هغه زیاته کړې چې د نورو تورنو کسانو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.
د رسالپور سرکل پولیس افسر جواد خان د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د متاثره نجلۍ په درخواست د څلورو کسانو پر ضد مقدمه درج شوې ده. د پولیسو په وینا، قضیه د پاکستان د جزا قانون د ډله ییز جنسي تېري اړوند مادو لاندې څېړل کېږي. د پاکستان د جزا قانون ۳۷۵-اې ماده ډله ییز جنسي تېری جرم ګڼي.
پولیس وايي، طبي معاینه ترسره شوې او راپور یې د قضیې د پلټنو برخه ګرځول شوی، خو د طبي راپور بشپړ جزئیات په رسمي ډول نه دي خپاره شوي. د نجلۍ کورنۍ له پولیسو غوښتي دي چې ټول تورن کسان زر ونیسي او قضیه دې په شفاف ډول وڅېړي.
د ماشومانو د خوندیتوب او رسنیزو اصولو له مخې، شال نیوز د متاثره نجلۍ نوم، تصویر او نور پېژندونکي معلومات نه خپروي.


ندیم مشواني