پاړاچنار : د بره کرمې د ډال په سیمه کې ،د جولایۍ په ۳۱مه، د تره زامنو ترمنځ د جایداد پر سر د شخړې پر مهال په ډزو کې دوه وروڼه وژل شوي، په داسې حال کې چې درېیم ورور یې د خپلو وروڼو د مړو په لیدلو له سخت خپګانه د زړه حملې له امله مړ شوی دی.

 

د پولیسو سرچینو ویلي دي، چې په ډزو کې اصغر حسین او د هغه سکه ورور اسد علي وژل شوي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، د تره زامنو ترمنځ د جایداد پر سر له لفظي شخړې وروسته ډزې شوې او دواړه وروڼه په نښه شول.

 

سرچینې وايي، کله چې د هغوي درېیم ورور کمال حسین د خپلو دواړو وروڼو مړي ولیدل، د سخت خپګان له امله پرې د زړه حمله راغله او د پېښې په ځای کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

 

تر پېښې وروسته د درېواړو وروڼو مړي د پاړا‌چنار ضلعي مرکزي روغتون ته لېږدول شوي، چې له طبي او قانوني بهیر وروسته یې کورنیو ته سپارل شوي دي. پولیسو د پېښې مقدمه درج کړې، پلټنې یې پېل کړې او د تورنو کسانو د نیولو لپاره یې کارروایي روانه کړې ده.

 

ځايي سرچینې وايي، چې په سیمه کې تر دې وړاندې هم د جایداد او ځمکو پر سر ورته شخړې شوې دي، چې له امله یې د سیمې د امن او نظم د خرابېدو اندېښنې څرګندې شوې دي.