ډېره اسماعیل خان : د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان د چودوان په سیمه کې د ناڅرګنده وسله والو په دوو جلا بریدونو کې د دوو پولیسو سرتېرو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
د پولیسو په خبره ، لومړی برید ،د جولایۍ د ۳۰مې او ۳۱مې، ترمنځ شپې هغه مهال وشو چې وسله والو په موټرسایکل سپرو دوو کسانو د درولو هڅه وکړه. کله چې هغوي ونه درېدل، بریدکوونکو پرې ډزې وکړې چې له امله یې د عدنان په نوم یو ځايي اوسېدونکی ووژل شو.
د دغه پېښې پر ضد سهار د سیمې اوسېدونکو د درابن په سیمه کې د احتجاج په توګه د ږوب لویه لاره د تګ راتګ پر مخ وتړله.
د ډېره اسماعیل خان د پولیسو سیمه ییز مشر غلام مبشر مېکن وویل، چې پولیس سمدستي د احتجاج ځای ته ورسېدل او له مظاهره چیانو سره تر خبرو وروسته یې لاره بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه کړه.
هغه زیاته کړه، کله چې د چودوان تاڼې څلور پولیس، چې پر دوو موټرسایکلونو سپاره وو، له سیمې څخه بېرته ستنېدل، د وسله والو په کمین کې راګیر شول. په برید کې سب انسپکټر فقیر حسین او هیډ کانسټېبل وزیر خان ووژل شول، او بریدګر له سیمې وتښتېدل.
پولیس وایي، د دواړو بریدونو پلټنې روانې دي او د بریدکوونکو د نیولو لپاره یې د لټون عملیات پېل کړي دي.


عدنان بېټنی