هنګو : د هنګو د خزینې بانډې پر پولیس پوسته په برید کې تري تم شوي شپږ پولیس سرتېري ،د جولایۍ په ۳۰مه، د سیمې د مشرانو په هڅو خوشي شوي دي.
پولیس وايي، بریدګرو دغه سرتېري ،د جولایۍ په ۲۹مه، له برید وروسته له ځان سره وړي وو، خو د ځايي مشرانو د خبرو او هڅو په پایله کې خوشي کړل شول. خوشي شوي پولیس د دوابې پولیس تاڼې ته رسول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.
پولیسو د خوشي شوو سرتېرو نومونه شاه زېب خان، مقصود، غني اکبر، محمد عمران، محمد شهزاد او مصدق حسین ښودلي دي.


شال نیوز