بر سویلي وزیرستان : د بر سویلي وزیرستان د سراروغې په کوټکۍ بازار کې ،د جولایۍ په ۳۱مه، ناپېژانده موټرسایکل سپرو پر دوو کسانو ډزې کړې دي، چې په پایله کې یې دواړه وژل شوي دي. د پولیس سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې سردار سرحدي او احمد شامل دي.
بریدګر له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي. پولیسو د پېښې راپور په ورځني ریکارډ کې ثبت کړی او پلټنې یې پېل کړې دي. تر اوسه د برید لامل نه دی معلوم شوی.


ظفر وزير