بدخشان : د فرانسې خبري اژانس د یو څارونکي بنسټ له قوله راپور ورکړی دی، چې د داعش خراسان څانګې د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د رییس، ذبیح الله امیري، د وژلو مسوولیت منلی دی.
د اژانس لخوا ،د جولایۍ په ۳۰مه، ویل شوي دي، چې داعش خراسان دعوه کړې ده، چې ذبیح الله امیري یې د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار پر لاره په وسله وال برید کې وژلی دی.
د راپور له مخې، امیري ،د جولایۍ په ۲۸مه، د وسله والو کسانو له خوا په نښه شو او په برید کې ووژل شو. داعش خراسان ویلي دي، چې په دغه برید کې د امیري یو ساتونکی هم وژل شوی، خو د دې دعوې د خپلواکې سرچینې له خوا تر اوسه تایید نه دی شوی.
ذبیح الله امیري د هلمند لپاره د طالبانو د والي، امان الدین منصور، خوریه هم و.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د داعش خراسان د دې دعوې په اړه بشپړ وضاحت نه دی ورکړی.


شال نیوز