کابل : د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې د طالبانو پر ضد د وسله‌ والو ډلو د بریدونو له زیاتېدو سره، طالبان د پراخو پوځي عملیاتو لپاره د چمتووالي په حال کې دي. د سرچینو په وینا، طالبانو په وروستیو ورځو کې بدخشان ته اضافي ځواکونه او لوړپوړي پوځي قوماندانان استولي او په ځینو سیمو کې یې د امنیتي تدابیرو کچه لوړه کړې ده.

 

ویل کېږي چې طالبانو د زیباک ولسوالۍ ته نور وسله ‌وال لېږدولي او د ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې یې ځای پر ځای کړي دي. همداراز په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول یفتل کې، نوې امنیتي پوستې جوړې شوې او د ولایت په ګڼو برخو کې د شپې ګزمې او پېرې زیاتې شوې دي.

 

دا تحرکات په داسې مهال دي چې په بدخشان کې د طالبانو پر ضد د وسله ‌والو ډلو بریدونه زیات شوي دي. تر دې مخکې د «سپاهیان میهن» په نوم یوې نوې وسله ‌والې ډلې د بدخشان پر یفتل پایین ولسوالۍ ناڅاپي برید کړی و. د راپورونو له مخې، دې ډلې د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ کنټرول له طالبانو اخیستی او د طالبانو یو شمېر ځواکونه یې بې‌ وسلې کړي وو.

 

له دې پېښې وروسته د «ازادۍ جبهې» په نوم وسله‌ والې ډلې د زیباک ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د طالبانو پر پوستو د بریدونو دعوه کړې ده.

د طالبانو په لیکو کې د دې بریدونو او د ناڅرګندو وسله ‌والو د فعالیتونو له زیاتېدو سره امنیتي اندېښنې هم ډېرې شوې دي. د راپورونو له مخې، د هلمند لپاره د طالبانو والي امان ‌الدین منصور او د دې ډلې د پوځ لوي درستیز فصیح‌ الدین فطرت اوس په بدخشان کې حضور لري.

 

امان ‌الدین منصور ،د جولایۍ په ۲۹مه، د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د رییس ذبیح‌ الله امیري د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و. ذبیح ‌الله امیري، چې د منصور د خور زوې و، د جولایۍ په ۲۸مه، د بهارک - فیض‌ اباد پر لویه لار د موټرسایکل سپرو وسله‌ والو په برید کې وژل شوی و.

 

د برید د عاملانو د هویت په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي، خو د هغوي د نه پېژندل کېدو له امله د طالبانو د سیمه‌ ییزو چارواکو اندېښنې زیاتې شوې دي. په همدې حال کې، د طالبانو ناراضي قوماندان جمعه فاتح لا هم خپل ځواکونه له خپلو سنګرونو نه دي ایستلي. د هغه ورور هم د طالبانو پر ضد دریځ لري.

 

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول نه دي ویلي چې په بدخشان کې د پراخو پوځي عملیاتو د پېل لپاره یې مشخص پلان څه دی، خو وروستي پوځي تحرکات ښيي چې دغه ډله د ناامنۍ د پراخېدو له اندېښنې سره مخ ده.