مردان : د مردان ضلعي انتظامیې د امنیتي اندېښنو له امله د دفعه ۱۴۴ له مخې د یوریا سرو پر خرڅولو، اخیستلو، وړلو راوړلو او زېرمه کولو د یوې میاشتې لپاره بشپړ بندیز لګولی دی.
د مردان ډپټي کمشنر واصف رحمان ،د جولایۍ په ۳۰مه، په جاري کړي حکم کې ویلي دي، دا پرېکړه د یوریا سرو د احتمالي ناقانونه استعمال د مخنیوي او د سیمې د امن او عامه خوندیتوب د ټینګښت لپاره شوې ده.
د ضلعي انتظامیې د اعلامیې له مخې، یوریا سره په کور جوړو چاودېدونکو توکو او ځینو نورو ناقانونه فعالیتونو کې کارېدلی شي، له همدې امله د احتیاطي اقدام په توګه پرې د دفعه ۱۴۴ بندیز نافذ شوی دی.
د حکم له مخې، د مردان په ټوله ضلعه کې د یوریا سرو خرڅول، اخیستل، وړل راوړل او زېرمه کول تر راتلونکې یوې میاشتې پورې منع دي. چارواکو ویلي دي، چې د دې حکم څخه سرغړونکي به د قانون له مخې له قانوني اقدام سره مخ شي.


پامیر جان