باجوړ : د خیبر پښتونخوا د باجوړ ضلعې د واړه ماموند تحصیل د لوي خرکي په سیمه کې ناڅرګنده کسانو یو سرکاري لومړنی ښوونځی د بارودي موادو په چاودنه کې زیانمن کړی دی. پولیس وايي، په پېښه کې د ښوونځي درې خونې سختې زیانمنې شوې، خو د شپې وخت له امله پکې څوک نه وو او مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه ،د جولایۍ د ۲۹مې او ۳۰مې، ترمنځ د شپې شاوخوا درې بجې رامنځته شوې، کله چې ناڅرګنده کسانو د لوي خرکي د سرکاري لومړني ښوونځي په ودانۍ کې بارودي مواد وچاودول.

 

د واړه ماموند ډي اېس پي نیاز ویلي دي، چې چاودنې د ښوونځي درې خونې سختې زیانمنې کړې دي. د پېښې وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي، سیمه یې کلابنده کړې او د برید د څرنګوالي او عاملینو د معلومولو لپاره یې پلټنې پېل کړې دي.

 

پولیس زیاتوي، چې یوازې یوه اوونۍ وړاندې هم د همدې کلي سرکاري منځنی ښوونځی د بارودي موادو په چاودنه کې زیانمن شوی و، او د دواړو پېښو په اړه څېړنې روانې دي.