کوهاټ : د کوهاټ د لاچي سیمې اړوند د درملک هرناتو کلي په ابوبکر جومات کې یوه چاودنه شوې چې له امله یې د جومات دوه خونې په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.

 

د لاچي تاڼې ایس ایچ او مسعود خان ویلي دي، چې چاودنه ،د جولایۍ په ۲۹مه، هغه مهال شوې چې په جومات کې هېڅ څوک موجوده نه وو، له همدې امله هېڅوک پکې نه دي زیانمن شوي.

 

د سیمې اوسېدونکي وایي، چې د چاودنې غږ لرې پرتو سیمو ته هم اورېدل شوی او د جومات ودانۍ ته یې سخت زیان رسولی دی.

 

پولیس وایي، چې د چاودنې د څرنګوالي او لامل په اړه لا هم پلټنې روانې دي او تر اوسه نه ده څرګنده شوې چې چاودنه د څه ډول چاودېدونکو توکو له امله شوې ده.

 

چارواکو د پېښې ځای کلابند کړی او د شواهدو راټولولو او نورو پلټنو لړۍ یې پېل کړې ده.