ملاکنډ : د ملاکنډ په سیمه کې ،د جولایۍ په ۲۹مه، د سوات موټروې په ټنل کې د سوات له مدین څخه پېښور ته روان د مسافرو ډک کوسټر په ترافیکي پېښه کې اوښتې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.
د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د ریسکیو ۱۱۲۲ ملاکنډ طبي ډلې او امبولانسونه سیمې ته ورسېدل او د ژغورنې عملیات یې پېل کړل. د ریسکیو چارواکو په وینا، ټپیانو ته په ځای کې لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې او وروسته ټول ټپیان د پلۍ روغتون ته ولېږدول شول.
چارواکي وایي، چې د ډاکټرانو په سپارښتنه وروسته ټول ټپیان د لا ښه درملنې لپاره د بټخېلې ضلعي مرکزي روغتون ته انتقال کړل شول، چرته چې ورته اړینې طبي اسانتیاوې برابریږي.
د ژغورنې په عملیاتو کې د ریسکیو ۱۱۲۲ ترڅنګ د الخدمت فاونډېشن او نظامالدین ډلې رضاکارانو هم برخه واخیسته او د ټپیانو د درملنې او لېږد په چارو کې یې مرسته وکړه.
د ملاکنډ د بېړنیو حالاتو ضلعي افسر ناصر خان هم د پېښې ځای ته ورغلی و او د ژغورنې عملیاتو یې له نږدې څارنه کوله. هغه د ریسکیو ټیمونو ته لارښوونه وکړه چې ټپیانو ته پر وخت او اغېزمنې مرستې برابرې کړي.


عصمت علي اخون