بارکهان : د بلوچستان د بارکهان ضلعې د ګټه چوکۍ په سیمه کې وسله والو کسانو د لارې د بندولو پر مهال د پولیسو پر یوه ډله برید کړی، چې پکې د پولیسو ډي اېس پي مرید بګټي وژل شوی او تښتول شوی پولیس سرتېری رسول بخش د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ژوندی ژغورل شوی دی.
د پولیسو په وینا، وسله والو ،د جولایۍ په ۲۸مه، د لارې د بندولو پر مهال ډي اېس پي مرید بګټي او پولیس سرتېری رسول بخش له ځان سره بیولي وو. د پېښې له خبر سره سم پولیس او امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل، سیمه یې کلابنده کړه او د دواړو د راخوشي کولو لپاره یې د لټون عملیات پېل کړل.
د بارکهان د پولیسو مشر (اېس پي) عبدالحق ویلي دي، چې د عملیاتو پر مهال پولیس سرتېری رسول بخش روغ رمټ ژغورل شوی، خو وسله والو ډي اېس پي مرید بګټي په ډزو وژلی دی. د وژل شوي ډي اېس پي جسد د قانوني چارو د بشپړولو لپاره د بارکهان ضلعې روغتون ته لېږدول شوی، چې تر پوسټ مارټم وروسته به یې کورنۍ ته وسپارل شي.
پولیس وایي، د برید کوونکو د نیولو او د پېښې د بشپړو پلټنو لپاره په سیمه کې د لټون عملیات روان دي او د تښتېدلو وسله والو د موندلو لپاره په بېلابېلو ځایونو کې امنیتي پوستې هم جوړې شوې دي. پولیسو او امنیتي ادارو ویلي دي، چې د برید مسؤلان به د قانون منګولو ته وسپارل شي او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره به عملیات تر هغو دوام وکړي، څو بریدګر ونیول شي.


نعيم اچکزئي