د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه نړیوال علمي بنسټ له لوري د افغان نوموتې هنرمندې ،اغلی فریدہ مہوش، د هنري آثارو د خوندي کولو او ډیجیټل کولو پرېکړه ستایلې ده، او دا یې د هېواد د کلتوري میراث د ساتنې لپاره یو مهم پرمختګ بللی دی.
کرزي په خپل وروستي پیغام کې ویلي، چې د استاد مهوش آثار د افغانستان د موسیقۍ له مهمو شتمنیو څخه دي او د دې ساتنه نه یوازې د هنر، بلکې د ملي هویت د ژغورنې لپاره هم حیاتي ارزښت لري. هغه زیاته کړې، چې د هېواد د کلتوري شتمنیو د خوندي کولو لپاره نړیوالې هڅې کولی شي هغه تشه ډکه کړي چې د جګړو او بې ثباتۍ له امله رامنځته شوې ده.
د یادې پروژې له مخې، د استاد مهوش لسګونه زره هنري مواد، لکه غږیز ثبتونه، انځورونه، تاریخي اسناد او هنري جایزې، په منظم ډول ډیجیټل بڼه ته اړول کېږي.
د کلتوري چارو څېړونکي وايي، دا به نه یوازې د دې موادو د له منځه تلو مخه ونیسي، بلکې د نړۍ څېړونکو ته به هم زمینه برابره کړي چې د افغانستان د موسیقۍ د تاریخ په اړه ژورې علمي څېړنې ترسره کړي.
استاد مهوش د افغانستان د موسیقۍ له هغو مخکښو څېرو څخه ده چې د څو لسیزو په اوږدو کې یې د ولسي او هنري موسیقۍ په وده کې مهم رول لوبولی دی.
هغې په ۱۳۵۶ لمریز کال کې د “استاد” رسمي لقب ترلاسه کړ، چې دا لقب تر ډېره د نارینه هنرمندانو لپاره ځانګړی و. د دې لقب ترلاسه کول د ښځو د هنري حضور لپاره یو مهم بدلون بلل کیږي.
کارپوهان په دې باوري دي چې د افغانستان کلتوري میراث، په ځانګړي ډول موسیقي، په وروستیو لسیزو کې له جدي ګواښونو سره مخ شوی دی. جګړې، سیاسي بدلونونه او ټولنیز محدودیتونه هغه عوامل دي چې ګڼ شمېر تاریخي اثار یې له منځه وړي او یا یې د ورکېدو له خطر سره مخ کړي دي. په داسې حال کې، د هنري آثارو ډیجیټل کېدل د دې امکان برابروي چې دا میراث د وخت له اغېزو خوندي پاتې شي.
ځیني څېړونکي دا هم پوښتنه راپورته کوي چې ایا دا ډول نړیوالې پروژې به وکولای شي د افغانستان دننه د کلتوري بنسټونو کمزورتیا جبران کړي، که نه؟ دوي وايي، که څه هم د بهرنیو بنسټونو ملاتړ مهم دی، خو د هېواد دننه د کلتوري پالیسۍ نشتوالی لا هم یوه لویه ستونزه ده.
سره له دې، د استاد مهوش د آثارو خوندي کول د افغانستان د هنر او کلتور د مینه والو لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي. څارونکي وايي، دا ډول اقدامات نه یوازې د یوه هنرمند میراث ژغوري، بلکې د یو ملت د تاریخي حافظې د ساتنې هڅه هم ده، څو راتلونکي نسلونه وکولای شي خپل کلتوري ریښې وپېژني او وساتي.

شال نیوز