نوښار : د خیبر پښتونخوا د نوښار په بېلابېلو سيمو کې ،د جولایۍ په ۲۷مه، درې جلا خونړۍ پېښې رامنځته شوې دي. په دغو پېښو کې د پاکستان هوايي ځواک د روزنيزې الوتکې د لوېدو په پېښه کې سخت ټپي شوی يو ځوان د ۴۳ ورځو درملنې وروسته مړ شوی، په جلوزو کې يو کس د خپلې مېرمنې او د هغې د ورور له خوا د وژنې په تور وژل شوی او په اضاخېلو کې وسله والو د ورځې په رڼا کې يو رکشه چلوونکی لوټلی او په ډزو يې سخت ټپي کړی دی.

 

سرچينې وايي، چې د ۲۰۲۶م کال د جون په ۱۵مه د پاکستان هوايي ځواک يوه روزنيزه الوتکه د معمول روزنيز پرواز پر مهال د مردان او نوښار ترمنځ نسکوره شوې وه. په دې پېښه کې د پاکستان هوايي ځواک فلایټ لېفټننټ محمد قاسم عبدالله او د پاکستان بحري ځواک لېفټننټ طه عباسي وژل شوي وو.

 

په یاده پېښه کې د رسالپور د ګنډهيري کلي اوسېدونکی مسعود خان، چې پر موټرسايکل روان و، د الوتکې د لوېدو له امله په اور کې سخت سوځېدلی و. نوموړي د ۴۳ ورځو درملنې وروسته د ټپونو له امله ساه ورکړه. د هغه د جنازې لمونځ د دوشنبې په سهار د ګنډهيري په کلي کې ادا شو.

 

په دويمه پېښه کې، د جلوزو شاه کوټ سيمې پوليسو ويلي دي، چې احمد يار نومي کس د خپلې مېرمنې زبيدې او د هغې د ورور شعيب له خوا د وژنې ښکار شوی دی. د پوليسو د لومړنيو معلوماتو له مخې، د کورنۍ شخړه وروسته له هغې رامنځته شوې وه چې احمد يار د دويم واده اراده څرګنده کړې وه. پوليس وايي، تورنو لومړی هغه وژلی او بيا يې د جسد د سوځولو هڅه کړې ده.

 

د وژل شوي د کورنۍ غړو دواړه شکمن نيولي او پوليسو ته يې سپارلي دي. پوليسو له شکمنو څخه يوه تومانچه او رسۍ هم ترلاسه کړې ده. د احمد يار جسد د پوسټ مارټم لپاره د پبو ميان راشد مېموريال روغتون ته لېږدول شوی و. وروسته د مقتول د پلار وارث خان په مدعيت د جلوزۍ په پوليس تاڼه کې د مېرمنې او د هغې د ورور پر ضد مقدمه ثبت شوې او پلټنې روانې دي.

 

په درېيمه پېښه کې، د نوښار د اضاخېلو په سيمه کې وسله والو د ورځې په رڼا کې پر يو رکشه چلوونکي زيشان بريد کړی دی. پوليس وايي، بريدګرو لومړی هغه د ټوپک په زور ودرولو، زرګونه روپۍ نغدې او موبايل ټېليفون يې ترې واخيستل. وروسته يې د رکشې د تښتولو هڅه وکړه، خو کله چې زيشان مقاومت وکړ، وسله والو پرې ډزې وکړې، هغه يې سخت ټپي کړ او رکشه يې له ځان سره يوړه.

 

ټپي شوی زيشان د نوښار قاضي حسين احمد مېډيکل کمپلېکس ته لېږدول شوی، چې د ډاکټرانو په وينا روغتيايي حالت يې لا هم نازک دی. د اضاخېلو پوليسو په دې اړه مقدمه ثبت کړې او د بريدګرو د نيولو لپاره يې پلټنې پېل کړې دي.

 

د يادونې وړ ده چې درې ورځې وړاندې هم د نوښار د پوليس لاين ترڅنګ وسله والو يو ټرېلر چلوونکی لوټلی و او د مقاومت پر مهال يې په ډزو ټپي کړی و. په هغه پېښه کې هم بريدګرو نغدې پيسې او موبايل ټېليفون له ځان سره وړي وو، چې له امله يې په سيمه کې د امنيتي وضعيت په اړه د خلکو اندېښنې زياتې شوې دي.