د پاکستان حکومت د هوایي ډګرونو د نظام جديد کولو او د مسافرو د انتظار وخت کمولو لپاره د “يو کړکۍ” يا ون ونډو کليرنس سسټم د پېلولو پلان باندې کار روان کړی دی، چې پکې به اي ګېټس او سمارټ سکينرونه استعماليږي.
سرچيني وايي چې دا تجويز د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو ترمنځ د ګډې تګلارې برخه ده، او په دې اړه د کورنيو چارو وزير محسن نقوي په مشرۍ يوه مهمه غونډه شوې ده.
په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو، د پلټنو وفاقي ادارې مشر ډاکټر عثمان انور او نورو چارواکو ګډون کړی وو.
چارواکو پرېکړه کړې، چې په هوایي ډګرونو کې به د بېلابېلو ادارو جلا جلا چکونه ختم کړل شي او پر ځای به يې يو ګډ نظام راوستل شي، چې ورسره به د مسافرو وخت بچ کیږي او اسانتبا به ورته زياته شي.
د چارواکو په وينا، په نوې طريقه کار کې به د ټولو ادارو چک د يو سکينر له لارې کبږي او ګډ کاونټرونه به هم جوړ کړل شي.
په دې منصوبه کې د جديد سامان د لګولو پرېکړه هم شوې ده، چې پکې به د سامان او اسنادو د چټک چک لپاره پرمختللي سکينرونه شامل وي. همدارنګه، اي ګېټس به لګول کېږي چې د بایوميټرک او مخ پېژندنې نظام لري، او ورسره به د مسافرو کليرنس وخت د درې نه تر پنځه دقیقو نه کم او تر ۴۵ ثانیو پورې راښکته شي.
داخله چارو وزیر ټينګار کړی، چې د چک عمل تېزول به د قانون پلي کولو په قيمت نه وي، او امنيتي معيارونه به نور هم مضبوط کړل شي. د معلوماتو ترمخه، تېر کال له ۱۲۰۰ نه زيات د انساني قاچاق هڅې په هوایي ډګرونو کې ناکامې کړل شوې وې.
چارواکي وايي چې دا نوی سسټم به په پړاوونو کې پېل کیږي او امکان دی چې د اسلام آباد هوایي ډګر نه به يې پېل وشي. دا اي ګېټس به د پلټنو ادارې د فهرستونو او نړيوالو معلوماتي نظامونو سره هم تړلي وي ترڅو مشکوک مسافر سمدستي وپېژندل شي.
د سفر يو کاروباري تن وايي چې دا وخت د بېلابېلو ادارو جلا جلا چکونه په رش وختونو کې تر ۴۰ منټو پورې وخت اخلي، خو يو کړکۍ نظام به د خلکو لپاره لوي آسانتيا وي.

شال نیوز