واشنګټن سیټل : سیټل د امریکا د واشنګټن ریاست په سیټل ښار کې د «بایټ اف سیټل» کلنۍ خوراکي مېلې پر مهال د ډزو په خونړۍ پېښه کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. چارواکي وایي، چې د ټپیانو په ډله کې یو دوه کلن ماشوم هم شامل دی، خو د روغتون د معلوماتو له مخې د ټولو ټپیانو روغتیايي وضعیت باثباته دی.

 

د سیټل پولیسو ویلي دي، چې پېښه ،د جولایۍ په ۲۶مه، ماښام شاوخوا شپږ بجې د سیټل سنټر په هغه سیمه کې رامنځته شوه، چې د «بایټ اف سیټل» درې ورځنۍ مېله پکې روانه وه او زرګونه کسان پکې راټول شوي وو. د ډزو له پېل سره سم په سیمه کې ګډوډي رامنځته شوه او ګډونوال د ځان ژغورلو لپاره هر لوري ته وتښتېدل.

 

د پولیسو مرستیال مشر ټایرون ډېویس ویلي دي، چې لومړنۍ پلټنې ښيي چې دوه وسله ‌والو په خپلو کې پر یو بل ډزې کولې، خو مرمۍ نورو خلکو ته هم ولګېدې. د نوموړي په وینا، دوه کسان د پېښې په ځای کې مړه شول، او درېیم کس وروسته په روغتون کې د ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړ.

 

چارواکو یو شکمن کس نیولی دی او د دوهم شکمن لټون روان دی. پولیس وایي، چې د اوس لپاره د عامو خلکو پر وړاندې کومه روانه امنیتي خطره نه شته، خو د پېښې د انګېزې او ټولو اړخونو د معلومولو لپاره پلټنې دوام لري.

 

د واشنګټن د ریاست والي باب فرګوسن ویلي دي، چې د ایالتي پولیسو ځانګړي ځواکونه یې د سیټل له پولیسو سره د پلټنو او امنیتي چارو د همغږۍ لپاره ګومارلي دي. د سیټل ښاروالې کیټي وېلسن هم دا برید غندلی او ویلي یې دي چې یوه مېله چې د خوښۍ، کلتور او کورنیو د راټولېدو لپاره جوړه شوې وه، د تاوتریخوالي په خونړۍ پېښه بدله شوه.

 

«بایټ اف سیټل» له ۱۹۸۲م کال راهیسې هر کال ترسره کېږي او د امریکا د شمال لوېدیځې سیمې له سترو خوراکي مېلو څخه ګڼل کېږي، چې په درې ورځو کې سلګونه زره کسان پکې ګډون کوي.