کوټه : د بلوچستان د مرکز کوټې په پټیل روډ کې د یاسین روغتون مخې ته د لاسي بم په چاودنه کې څلور کسان ټپیان شوي دي. پولیس وايي، چاودنه ،د جولایۍ په ۲۶مه، د شپې، د ناپېژنده کسانو له لوري ترسره شوې ده.

 

د پېښې له رامنځته کېدو سره سم پولیس، د بم شنډولو ډله او ژغورنې کارکوونکي سیمې ته ورسېدل او ټپیان یې تر لومړنۍ درملنې وروسته نږدې روغتون ته ولېږدول، چرته چې یې درملنه روانه ده.

 

د پولیسو په وینا، امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې، شواهد راټولوي او د بم شنډولو ډلې هم د پېښې ځای معاینه کړی، څو ډاډ ترلاسه شي چې نور چاودېدونکي توکي نه وي پاتې.

 

چارواکي وايي، چې د برید د څرنګوالي او مسؤلو کسانو د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي. له پېښې وروسته په سیمه کې امنیتي تدابیر سخت شوي او د شکمنو کسانو د نیولو لپاره د لټون عملیات هم پېل شوي دي.

 

پولیس زیاتوي، چې د ټپیانو هویت او د پېښې نور جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک شي، او له خلکو یې غوښتي چې له اوازو خپرولو ډډه وکړي او هر ډول شکمن فعالیت سمدستي امنیتي ادارو ته راپور کړي.