واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د واڼا تحصیل د غواه خواه درګې کوټ سیمې یو شمېر اوسېدونکو دعوه کړې ده چې ،د جولایۍ د ۲۵مې، شپې راهیسې پر استوګنیزو سیمو مبینه ډرون بریدونه او د درنو وسلو ډزې شوې دي، چې له امله یې په سیمه کې د وېرې او اندېښنې فضا خپره شوې ده.

 

د سیمې خلکو ویلي دي، چې د دې وضعیت له امله ښځې، ماشومان او سپین ‌ږیري په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن شوی دی. د دوي په وینا، پرله‌ پسې وېره د خلکو پر رواني وضعیت هم ناوړه اغېز کړی دی.

 

د توجي خېل قام یو شمېر مشرانو، حیات الله بوکي خېل، ګل محمد بوکي خېل، شیر غلام بوکي خېل، دین محمد بوکي خېل، دین بوبرایي بوکي خېل، میرکلام بوکي خېل، محمد حسن بوکي خېل، میسي جان بوکي خېل او قسمت خان بوکي خېل، په ګډه اعلامیه کې ویلي دي چې د تېرې شپې راهیسې یې کورنۍ له سختې وېرې سره مخ دي او ښځې او ماشومان له کورونو د وتلو جرئت نه لري.

 

دوي له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسي وګړو د سر او مال ساتنه یقیني کړي او د یاد وضعیت عاجل نوټس واخلي. د سیمې مشرانو همداراز دعوه کړې ده چې استوګنیز کورونه په نښه شوي دي. هغوي له اړوندو چارواکو غوښتي دي چې د پېښې خپلواکې او بې‌ طرفه څېړنې وکړي، حقایق له خلکو سره شریک کړي او د بې‌ ګناه ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

 

تر اوسه د پاکستان پوځ، امنیتي ادارو او یا هم د کوز سویلي وزیرستان ضلعي انتظامیې د دغو دعوو په اړه کوم رسمي دریځ نه دی خپور کړی، او شال نیوز هم په خپلواکه توګه د دغو دعوو پخلی نه شي کولی.