د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزارت مرستیال او د ولسمشر پخوانی ویاند ،صدیق صدیقي، دعوه کړې ده چې د بدخشان د سرو زرو د کانونو پر عوایدو یوازې کندهاري طالبان کنټرول لري.
صدیقي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي دي، چې طالبانو د بدخشان د طبیعي زیرمو د استخراج لپاره د ولایت په بېلابېلو سیمو کې پراخې کیندنې کړې دي. هغه ویلي: «طالبانو د سرو زرو د موندلو لپاره ټول ولایت کیندلی دی.»
نوموړي زیاته کړې چې د بدخشان د سرو زرو کانونه چینايي شرکتونو ته سپارل شوي او د دغو کانونو له عوایدو څخه یوازې کندهاري طالبان ګټه اخلي.
بدخشان، په ځانګړې توګه د دروازونو اړوند سیمې، د افغانستان د سرو زرو له مهمو کانونو څخه شمېرل کېږي او د دغو زیرمو کنټرول د اقتصادي او امنیتي پلوه خورا مهم بلل کېږي.
په وروستیو میاشتو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې د دغو کانونو د کنټرول پر سر د بدخشان د سیمه ییز قوماندان جمعه خان فاتح او د طالبانو د مرکزي مشرتابه ترمنځ اختلافات رامنځته شوي، چې له امله یې ځینې کانونه لنډمهاله تړل شوي او سیمې ته اضافي امنیتي ځواکونه استول شوي وو.
خو جمعه خان فاتح وروسته د فیض اباد له سفر، د سیمه ییزو چارواکو سره له لیدنو او د اسلامي امارت له مشرتابه سره د خپلې ژمنتیا تر څرګندولو وروسته، په رسنیو کې د خپرو شویو اوازو خلاف د هر ډول اختلاف شتون رد کړ او خپلو سیمو ته ستون شو.
تر اوسه اسلامي امارت د صدیق صدیقي د وروستیو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز