د باجوړ د ماموند تحصيل اړوند سرحدي کلي ،بره لغړۍ، باندې یو ځل بیا د افغانستان له لوري د هاوان مرمۍ توغول شوي، چې له امله یې په سیمه کې د وېرې او اندېښنې فضا خپره شوې ده.
ځايي سرچینې وايي، دا مرمۍ تېره شپه ناوخته پر ملکي ابادۍ لګېدلې دي. د دوي په وینا، په دې برید کې کورونو او نورو شتمنیو ته زیان اوښتی، خو تر دې دمه د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم پر همدې کلي ورته برید شوی و، چې له امله یې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو. د پرلهپسې بریدونو له امله د سیمي اوسېدونکي د خپل امنیت په اړه اندېښنه څرګندوي.
د سیمې خلکو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د دې ډول بریدونو مخه ونیسي او د عامو وګړو د سر او مال ساتنه یقیني کړي. د بره لغړۍ اوسېدونکي وايي، چې د پولي په اوږدو کې ژوند ورځ تر بلې ستونزمن کېږي او دا ستونزه باید د ډیپلوماټیکو لارو هواره شي.

حسبان الله باجوړې