واڼا : د کوز سویلي وزيرستان د واڼا په کريکوټ بازار کې د وسله والو د راتګ د راپورونو له خپرېدو وروسته، نن ،د جولایۍ په ۲۵مه، سهار بازار تړل شوی او په سيمه کې د خلکو ترمنځ اندېښنې زياتې شوې دي.

 

ځايي سرچينې وايي، چې له شاوخوا يوې مياشتې وروسته يو ځل بيا د وسله والو د موجودګۍ راپورونه مخې ته راغلل. د سرچينو په وينا، خلکو ته ويل شوي وو چې کوچني ماشومان له بازار او نږدې سيمو وباسي، ورپسې دوکاندارانو د احتياط له مخې خپل دوکانونه وتړل.

 

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې نږدې دوه مياشتې مخکې د کريکوټ د توجې خېل قام مشرانو يو ولسي لښکر جوړ کړی و او اعلان يې کړی و چې وسله والو ته به خپلې سيمې ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي. د دوي په وينا، له دغه اقدام وروسته د يو څه مودې لپاره امنيتي وضعه تر ډېره ارامه وه، خو د نن ورځې پېښې يو ځل بيا د خلکو اندېښنې راپارولي دي.

 

تر اوسه د دې پېښې په اړه د امنيتي ځواکونو يا ضلعي انتظاميې له خوا کوم رسمي بيان نه دی خپور شوی، او د وسله والو د هويت او د بازار د تړل کېدو د علت په اړه خپلواکه رسمي پخلی نه دی شوی. د سيمې وضعيت لا هم تر څار لاندې دی.