کوز چترال : د کوز چترال د رمبور درې په باهوک څړځای کې ،د جولایۍ په ۲۴مه، شاوخوا د شپې لس بجې اسماني تندر لوېدلی، چې له امله يې يو کس مړ شوی، دوه نور ژوبل شوي او تر شلو زياتې وزې هم مړې شوې دي.
د ځايي سرچينو له مخې، په دې پېښه کې سفير خان د سراسي خان زوې، چې ۳۵ کاله عمر يې درلود، په ځای مړ شوی دی. په پېښه کې پرهای نیس د کولې زوې او شير دوله د جان خان زوې، چې دواړه د رمبور درې د اوچوغ ګروم سيمې اوسېدونکي دي، ژوبل شوي دي. سرچينې وايي، چې ژوبل کسان د درملنې لپاره روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
د اسماني تندر له امله تر شلو زياتې وزې هم مړې شوې دي، چې له کبله يې سيمه ييزو مالدارانو ته د پام وړ مالي زيان اوښتی دی.
ځايي اوسېدونکو له ضلعي انتظامیې، د ژغورنې ادارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې له چارواکو غوښتي چې د ژوبلو کسانو د درملنې لپاره بېړني ګامونه پورته کړي او له زيانمنو کورنيو سره د مالي مرستو او تاوان د جبران لپاره لازم اقدامات وکړي.


سید اصف شاه کاکاخیل