باجوړ : د باجوړ ضلعي انتظامیې ویلي دي، چې د واړه ماموند، سیوي، غازي بابا ارنګ او اتمان‌ خېلو په سیمو کې د نوو پولیس تاڼو او پولیس پوستو د جوړولو لپاره د ځمکو د ترلاسه کولو او نورو انتظامي چارو بهیر ګړندی شوی دی.

 

دا پرېکړه ،د جولایۍ په ۲۴مه، د باجوړ ډپټي کمشنر ،عدنان فرید، په مشرۍ په یوه غونډه کې وشوه. په غونډه کې د باجوړ د پولیسو مشر (ډي پي او) محمد خالد خان، ایډیشنل ډپټي کمشنر فنانس او پلاننګ سعیدالله جان، اسسټنټ کمشنر خار عامرالله خان، اسسټنټ کمشنر ناواګۍ ارشادالحق، د واړه ماموند تحصیلدار ضیاءالدین او نورو اړوندو چارواکو ګډون کړی و.

 

غونډې د یادو پولیس تاڼو او پوستو لپاره د ځمکو د ترلاسه کولو او د پروژو د روان پرمختګ جاج واخیست. ډپټي کمشنر اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د ځمکو د ترلاسه کولو او نورو انتظامي چارو بشپړولو ته چټکتیا ورکړي، څو د ودانیزو چارو عملي کار زر پېل شي.

 

د چارواکو په وینا، د پولیسو د زېربناوو پیاوړتیا به په باجوړ کې د امنیت د ټینګښت او خلکو ته د اغېزمنو پولیسو خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي.