مينګوره : د سوات د مينګورې ښار د ځمکې لاندې د اوبو کچه ورځ تر بلې راکوزېږي او اوسنی حالت د اندېښنې وړ بلل کېږي. د اوبو د چارو پوهان وايي، چې که د راتلونکي لپاره له هم اوس نه اغېزمن ګامونه وانخيستل شي، نو د ځمکې لاندې اوبه به د ښار د مخ پر زياتېدونکو اړتياوو د پوره کولو توان ونه لري.
د چارواکو په وينا، د ښار د ابادۍ زياتوالی، د نوو کالونيو جوړېدل او د ټيوب وېلونو له لارې د ځمکې لاندې د اوبو بې درېغه ايستل د دې لامل شوي چې د اوبو کچه هر کال نوره هم راکوزه شي.
د همدې ستونزې د هواري لپاره د خیبر پښتونخوا حکومت د مينګورې د ګريوېټي واټر سپلاۍ ستره پروژه پېل کړې ده. د دې پروژې له مخې به د سوات له سيند څخه اوبه اخيستل کېږي، بيا به په عصري فلټريشن پلانټ کي د نړيوالو معيارونو له مخې پاکېږي او وروسته به د نل ليکو د پراخې شبکې له لارې د مينګورې ښار او شاوخوا سيمو خلکو ته رسول کېږي.
د پروژې د چارواکو ،د جولایۍ په ۲۳مه، ویلي دي، چې په ښار کي به شاوخوا ۶۰۰ کيلومتره د اوبو نوې نل ليکه وغځول شي، چې تر اوسه يې له ۷۰ سلنې زيات کار بشپړ شوی دی. د شبکې له بشپړېدو وروسته به زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو تر دروازو د پاکو اوبو اسانتيا ترلاسه کړي.
په دې پروژه کي جوړېدونکی فلټريشن پلانټ به هره ورځ شاوخوا ۳۰ ميليونه ګېلنه پاکې اوبه تصفيه کوي او د مينګورې ښار بېلابېلو سيمو ته به يې رسوي. چارواکي وايي، د دې پروژې په عملي کېدو سره به د ځمکې لاندې د اوبو پر سرچينو فشار کم شي او ښار ته به د اوږدې مودې لپاره د پاکو اوبو يوه دوامداره سرچينه برابره شي.
ټاکل شوې ده چې دا پروژه د ۲۰۲۷م کال د جولایۍ تر مياشتې بشپړه شي. د دې سترې پروژې ټول لګښت شاوخوا ۳۱ اربه روپۍ اټکل شوی، چې د سوات په تاريخ کي د پاکو اوبو له سترو پرمختيايي پروژو څخه يوه ګڼل کېږي.
د سيمې خلک هيله لري چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د مينګورې د پاکو اوبو هغه پخوانۍ ستونزه هواره شي چې خلک ورسره له کلونو راهيسي مخ دي او راتلونکي نسلونه به هم د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره نه مخ کېږي.


عصمت علي اخون