پېښور : د خیبر پښتونخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم ای) ویلي دي، چې د جولایۍ له ۱۹مې تر ۲۴مې پورې د سختو بارانونو، ناڅاپي سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله په ټول صوبه کې لږ تر لږه ۲۸ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

 

د ادارې ،د جولایۍ د ۲۴مې، د راپور له مخې، په مړو شویو کې ۱۰ سړي، ۳ ښځې او ۱۵ ماشومان شامل دي، او په ټپیانو کې ۱۳ سړي، ۹ ښځې او ۷ ماشومان دي.

 

راپور زیاتوي چې د دې بارانونو او سېلابونو له امله ۴۷ کورونو ته زیان اوښتی، چې پکې ۱۰ کورونه په بشپړه توګه او ۳۷ کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي دي.

 

د پي ډي اېم ای د شمېرو له مخې، تر ټولو ډېر انساني تلفات په خیبر ضلعه کې ثبت شوي، چې هلته اته کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي. له هغې وروسته په بر سویلي وزیرستان کې څلور، مردان کې دوه، باجوړ، بونېر، کوز دیر، نوښار، پېښور او صوابۍ کې یو ـ یو تن ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

اداره وایي، د پېښو له امله ۱۷ څاروي هم له منځه تللي او ځینو سیمو کې ښوونځیو او نورو ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی.

 

پي ډي اېم ای له خلکو غوښتي دي چې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو پر مهال له سیندونو، خوړونو او غرنیو سیمو لرې پاتې شي او د بیړنیو حالاتو په صورت کې د مرستندویه ادارو له لارښوونو سره سم عمل وکړي.