ټانک : د ټانک ضلعې د مانجهي خېل پر ګډې امنیتي پوستې ،د جولایۍ په ۲۳مه، له مشکوک ځانمرګي برید وروسته د ژغورنې، لټون او پلټنو عملیات لا هم روان دي. ریسکیو ۱۱۲۲ وایي، تر اوسه یې له پېښې ځایه ۱۱ مړي او ۱۵ ټپیان د درملنې لپاره د ډېره اسماعیل خان ګډ پوځي روغتون (سي اېم اېچ) ته لېږدولي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ ټانک د رسنیو څانګې ،د جولایۍ په ۲۴مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د ژغورنې ډلې د برید له لومړیو شېبو راهیسې په سیمه کې د ټپیانو د ایستلو، لومړنیو مرستو او روغتونونو ته د هغوي د لېږد چارې پر مخ وړي او عملیات لا هم دوام لري.
د خبرپاڼې له مخې، د ژغورنې په عملیاتو کې د ټانک د ریسکیو ۱۱۲۲ اته امبولانسونه او لس ژغورونکي د ضلعي بېړنیو چارو د مشر، انجنیر وقاص عالم، تر څارنې لاندې برخه اخلي. همدارنګه د ډېره اسماعیل خان د ریسکیو ۱۱۲۲ څلور امبولانسونه او پنځه ژغورونکي هم د مرستندویه عملیاتو لپاره ورغلي او له ټانک ډلې سره یوځای کار کوي.
له بلې خوا، د امنیتي اندېښنو له امله ضلعي انتظامیې په ټوله ټانک ضلعه کې کرفیو او د ۱۴۴مې مادې محدودیتونه نافذ کړي دي. د چارواکو په وینا، امنیتي ځواکونو د پېښې سیمه کلابنده کړې او د ژغورنې، پلټنو او چاڼیزو عملیاتو تر څنګ د برید د څرنګوالي په اړه هم څېړنې روانې دي.
ځايي اوسېدونکي وایي، د جمعې په سهار له جوماتونو د کرفیو اعلانونه وشول او خلکو ته لارښوونه وشوه چې تر بلې خبرتیا پورې له خپلو کورونو ونه وځي. د سیمې اوسېدونکي زیاتوي چې د چاودنې زور دومره ډېر و چې غږ یې له لرې سیمو هم اورېدل شوی او د امنیتي پوستې ودانۍ ته یې سخت زیان رسولی دی.
چارواکي وایي، چې په نښه شوې پوسته د پولیسو او پوځ ګډه امنیتي پوسته وه، خو تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو بشپړ هویت نه دی اعلان شوی. همدارنګه د پوځي سرتېرو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه هم تر اوسه هېڅ رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
امنیتي ادارو تر اوسه خبریالانو ته د پېښې ځای ته د تګ اجازه نه ده ورکړې، له همدې امله د برید د څرنګوالي او اوښتو زیانونو په اړه خپلواکه او کره ارزونه لا هم ممکنه نه ده.
د برید مسولیت د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) ډلې منلی دی.


عدنان بېټنی