واڼا : د کوز سویلي وزیرستان پولیس وايي، چې د واڼا د شخړو د هواري شورا (ډي ار سي) په دفتر کې د دوو لورو ترمنځ د ځمکې هغه شخړه، چې له اوږدې مودې راهیسي روانه وه، د پولیسو، ډي ار سي او د سیمي د مشرانو په ګډو هڅو په سوله‌ ییز ډول هواره شوه.

 

د پولیسو د خبرپاڼې له مخې، دغه روغه جوړه ،د جولایۍ په ۲۳مه، د ډېره اسماعیل خان د سیمه‌ ییز پولیس مشر غلام مبشر مکن او د کوز سویلي وزیرستان د ضلعي پولیس مشر محمد طاهر شاه وزیر تر لارښوونې لاندې ترسره شوه.

 

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ډي ار سي مشر ډي اېس پي نادر خان وزیر، د شورا غړو او د سیمي مشرانو د بې‌ طرفه منځګړیتوب، دوامداره هڅو او متقابل تفاهم له لارې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسول او شخړه یې پای ته ورسوله.

 

د پولیسو په وینا، دواړو لورو د جرګې پرېکړه په خوښۍ ومنله، د یو بل د حقونو د درناوي ژمنه یې وکړه او هوکړه یې وکړه چې په راتلونکي کې به خپلې ټولې ستونزې د قانون او خبرو اترو له لارې هواروي او د سولې او ورورولۍ فضا به ساتي.

 

د کوز سویلي وزیرستان پولیس وايي، چې د شخړو د هواري شورا (ډي ار سي) د ولسي شخړو د سوله ‌ییز، عادلانه او دوامدار حل لپاره یو اغېزناک فورم دی، چې د سیمي د امن، ټولنیزې همغږۍ او د خلکو ترمنځ د باور په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

 

پولیسو له خلکو وغوښتل چې د شخصي او قبایلي شخړو د هواري لپاره له قانوني او سوله‌ ییزو لارو چارو کار واخلي او د ډي ار سي له لارې د خپلو اختلافونو د حل هڅه وکړي، څو په سیمه کې تلپاتې سوله او ثبات نور هم پیاوړی شي.