سوات : د سوات د پوليسو مشر ،محمد عمر خان، اړوندو پوليس افسرانو ته لارښوونه کړې ده چې په ضلعه کې دې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهير نور هم چټک کړي او د صوبايي حکومت د لارښوونو له مخې دې ټول افغان کډوال د ضلعي انتظامیې په همکارۍ د لېږد مرکزونو ته ورسوي.

 

دا پرېکړه ،د جولایۍ په ۲۳مه، په هغه غونډه کې وشوه چې د محمد عمر خان په مشرۍ جوړه شوې وه. په غونډه کې د ښار سرکل مرستيال پوليس افسر محمد نصير، د بنړ، رحيم اباد او سيدو شريف د پوليسو تاڼو مشرانو، د ځانګړې څانګې مسوول او نورو چارواکو ګډون کړی و.

 

غونډه کې په سوات کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعيت او د هغوي د بېرته ستنولو د روان بهير جاج واخيستل شو. د سوات د پوليسو مشر وويل، چې د بېرته ستنولو په بهير کې به هېڅ ډول غفلت او ځنډ ونه زغمل شي او ټولې چارې به د حکومت د لارښوونو او قانون له مخې ترسره کېږي.

 

د سوات پوليسو په خپله خبرپاڼه کې د هغو افغان کډوالو شمېر نه دی ښودلی چې تر اوسه له دې ضلعې بېرته ستانه کړل شوي دي.

 

پاکستان د ۲۰۲۳م کال له وروستيو راهيسي د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لړۍ پېل کړې ده چې ،د حکومت په وينا، د استوګنې قانوني اسناد نه لري. په تېر شاوخوا يو کال کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د افغانانو د اسنادو د پلټنې، نيولو او بېرته ستنولو اقدامات نور هم پراخ شوي دي.

 

د کډوالۍ نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر له نيمايي راهيسي تر ۲۰۲۶م کال د جون تر نيمايي پورې له پاکستانه شاوخوا ۲.۵ ميليونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.

 

پاکستان وايي چې دا اقدامات د کډوالۍ د قوانينو د پلي کولو او امنيتي اندېښنو له مخې ترسره کېږي، خو ملګرو ملتونو او د بشري حقونو يو شمېر ادارو بيا غوښتنه کړې ده چې د افغانانو بېرته ستنېدل بايد خوندي، باعزته او په خپله خوښه وي.