کابل : د افغانستان د هواپېژندنې ادارې خبرداری ورکړی دی چې ،د جولایۍ په ۲۴مه، د کابل په ګډون د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر او برېښنا او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو امکان شته.
د یادې ادارې د وړاندوینې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۵ میلی مترو پورې اټکل شوې ده، چې له امله یې په سیندونو، خوړونو او ټیټو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو خطر زیاتېدی شي.
هواپېژندنې ادارې همدارنګه ویلي دي چې د هېواد په مرکزي، ختیځو، سویل ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د تندو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.
چارواکو له خلکو غوښتي دي چې د سېلابونو او خرابې هوا له امله د سیندونو، خوړونو او نورو خطرناکو سیمو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي او د اړوندو ادارو سپارښتنې په پام کې ونیسي.


شال نیوز