کارو دره : د بر دیر ضلعې د کارو درې په سیمه کې د واده د مېلمنو یو ډبل کېبن موټر له سړکه وتلی او کندې ته لوېدلی دی، چې له امله یې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.

د ریسکیو ۱۱۲۲ د دیر بالا ویاند ویلي دي، چې پېښه ،د جولایۍ په ۲۲مه، هغه مهال رامنځته شوه چې موټر د واده د مراسمو پر لور روان و.

د نوموړي په وینا، د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د ریسکیو ۱۱۲۲ دوه امبولانسونه او طبي ډلې سیمي ته ورسېدې، ټپیانو ته یې پر ځای لومړنۍ طبي مرستې ورکړې او وروسته یې د واړۍ روغتون ته ولېږدول.

د ریسکیو چارواکو ویلي دي، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، او د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د پېښې د لامل په اړه لا نور جزئیات نه دي خپاره شوي.