د بر سویلي وزیرستان د پولیسو محرر محمد مهران د جنازې لمونځ د چهارشنبې په ورځ د کوز سویلي وزیرستان د وانا پولیس لاین کې، د قانوني چارو او پوسټ مارټم تر بشپړېدو وروسته، د رسمي مراسمو په ترڅ کې ادا شو.
د کوز سویلي وزیرستان د پولیسو د خبرپاڼې له مخې، په مراسمو کې د کوز سویلي وزیرستان د پولیسو مشر محمد طاهر شاه وزیر، ډپټي کمېشنر مسرت زمان، د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) اېس پي ګل رؤف خان، ډي اېس پي اصغر علي شاه، اېډېشنل ډپټي کمېشنر خالد برکي، اسسټنټ کمېشنر شاه بهرام، د پولیسو او ضلعي ادارې چارواکو، د قانون پلي کوونکو ادارو استازو، د پولیسو سرتېرو او د محمد مهران د کورنۍ غړو ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې، د جنازې له لمانځه وروسته د محمد مهران جسد د خاورو ته سپارلو لپاره خپل پلرني ټاټوبي، بر سویلي وزیرستان، ته ولېږدول شو.
پولیس وايي، محمد مهران د چهارشنبې په ورځ د بر سویلي وزیرستان د سروکۍ تاڼې اړوند د مولې خان سرای په سیمه کې د دندې پر مهال د ناپېژندو وسلهوالو په ډزو ووژل شو.
د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی. پولیسو ویلي، د پېښې د څرنګوالي او د بریدګرو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.


ظفر وزير