د خیبر پښتونخوا په کرمه ضلعه کې ،د جولایۍ په ۲۲مه، په دوو جلا امنیتي پېښو کې یو کس وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.

 

د پولیسو سرچینو د معلوماتو له مخې، د کوزې کرمې د بګن بازار په سیمه کې نامعلومو وسله والو د حسین خان په نوم د یوه کس کور ته ننوتل او هغه یې په ډزو وواژه. بریدګر له پېښې وروسته وتښتېدل.

 

په ورته وخت کې، د منځنۍ کرمې د سید علي مېله په سیمه کې د نامعلوم لوري څخه د مارټر یوه ګوله پر یوه کور ولګېده، چې له امله یې یوه ښځه او یو بل کس ټپیان شول. په دې پېښه کې کور ته هم زیان اوښتی دی.

 

پولیس وایي، د دواړو پېښو پلټنې یې پېل کړې دي او د بریدګرو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

 

ځايي سرچیني وایي، په کرم ضلعه کې د دې ډول امنیتي پېښو پرله‌ پسې تکرار د سیمي د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړې دي. د هغوي په وینا، د ناامنۍ د دوام له امله د پاراچنار - پېښور اصلي لویه لار هم له نږدې دوو کلونو راهیسي د عام تګ راتګ پر مخ تړلې ده، چې له امله یې خلک د تګ راتګ، سوداګریزو او بشري ستونزو سره مخ دي.

 

ځايي اوسېدونکو له اړوندو حکومتي ادارو غوښتنه کړې ده چې د امنیت د ټینګښت، د ورته پېښو د مخنیوي او د پاراچنار - پېښور لویې لارې د بېرته پرانیستلو لپاره دې اغېزمن او بېړني ګامونه پورته کړي.