صافي : د خیبر پښتونخوا د مومند ضلعې د صافو تحصیل د مامد ګټ سیمي ته نږدې د امنیتي ځواکونو د بارودي موادو شنډولو ډلې د معمول عملیاتو پر مهال په چاودنه کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

 

د امنیتي سرچینو په وینا، پېښه ،د جولایۍ په ۲۲مه، هغه مهال رامنځته شوه چې د بارودي موادو شنډولو ډلې د سیمي د پاکولو عادي عملیات ترسره کول چې ناڅاپه پرې چاودنه وشوه. د سرچینو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې نائب صوبیدار اختر باز، لانس نایک محب الدین او سپاهي شفیق شامل دي.

 

همدارنګه، نایک اسلام حق، لانس نایک حق نواز، سپاهي افراز او سپاهي حکیم ټپیان شوي دي. ټپیان د لومړنیو طبي مرستو لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

 

چارواکي وایي، لا هم نه ده روښانه چې چاودنه د مخکې ښخ شوي ماین له امله شوې او که د بل ډول چاودېدونکي توکي له کبله. د پېښې د علت او څرنګوالي د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

 

تر دې دمه هېڅ وسله ‌والې ډلې د دې چاودنې مسؤلیت نه دی منلی، او د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې هم د پېښې په اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.