د خیبر پښتونخوا د اعلا وزير د کورنيو چارو او قبايلي چارو ځانګړي سلاکار ،طارق سعيد مروت، ويلي دي، چې صوبايي حکومت د خبريالانو د ملاتړ، د امنيت د ټينګښت او د ولسي ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کوي، او له رسنيو غواړي چې د حکومت رغنده اقدامات خلکو ته ورسوي، خو د اصلاح لپاره پر رغنده نيوکې هم هرکلی کوي.
هغه دا څرګندونې ،د جولایۍ په ۲۱مه، په خپل دفتر کې د لکي مروت د ضلعي پرېس کلب د نوې ټاکل شوې کابينې او د ګورننګ باډۍ د غړو د لوړې په مراسمو کې وکړې.
طارق سعيد مروت وويل، چې صوبايي حکومت په لکي مروت او د خیبر پښتونخوا په نورو سيمو کې د تلپاتې امن د ټينګښت لپاره هڅې کوي او په دې لړ کې پر اغېزمنې تګلارې عمل روان دی. نوموړي له خبريالانو وغوښتل چې د مسؤلانه خبريالۍ دود پياوړی کړي او د حکومت مثبت اقدامات په بې پرې توګه خلکو ته ورسوي.
په دې مراسمو کې د لکي مروت د ضلعي پرېس کلب مرستيال صدر غلام اکبر مروت د سپاسنامې وړاندې کولو پر مهال د پرېس کلب لپاره د دايمي ودانۍ، د خبريالانو لپاره د مالي مرستو او د مېډيا کالونۍ د جوړولو غوښتنه وکړه.
طارق سعيد مروت د ضلعي پرېس کلب د نوې کابينې او د ګورننګ باډۍ له غړو څخه د خپلو دندو لوړه واخيسته او د خبريالانو د غوښتنو په اړه يې د مثبت اقدام ډاډ ورکړ. هغه وويل، چې ډېر زر به د صوبايي اطلاعاتو وزير سره يو ځای د لکي مروت د ضلعي پرېس کلب دوره وکړي، له خبريالانو سره به وګوري او د هغوي د ستونزو د هواري لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.
نوموړي د ضلعې له ټولو خبريالانو وغوښتل چې خپلمنځي اختلافات شاته پرېږدي، يووالی وساتي او د لکي مروت د پرمختګ، امن او د ولس د هوساينې لپاره ګډ کار وکړي.


غلام اکبر مروت