د پاکستان تحريک انصاف د باني عمران خان خور، عليمه خانې، د سوات بېلابېلو سيمو ته سفر وکړ، چې د ګوند د سلګونو کارکوونکو او پلويانو له تود هرکلي سره مخ شوه. په مينګوره سهراب چوک، مينګوره بای پاس او تحصيل کبل کې د پي ټي آی پلويانو د عمران خان په ملاتړ شعارونه ورکړل. عليمه خانې خپلو ويناوو کې د سوات د خلکو د ملاتړ ستاينه وکړه او پر کارکوونکو يې د يووالي او سوله ييزې سياسي مبارزې ټينګار وکړ.