مانکي شریف : د خیبر پښتونخوا پخواني اعلا وزیر او د پاکستان د وزیراعظم سلاکار پروېز خټک ویلي دي، چې په ټولنه کې د تلپاتې سولې لپاره د کورنیو دښمنیو ختمول ډېر مهم دي او د زغم نشتوالی او شخصي دښمنۍ د قیمتي انساني ژوند د ضایع کېدو لامل ګرځي.

 

هغه دا خبرې ،د جولایۍ په ۲۰مه، د نوښار د مانکي شریف په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ۴۰ کلنې خونړۍ دښمنۍ د پای ته رسېدو او د روغې جوړې په مراسمو کې وکړې.

 

پروېز خټک وویل، چې دیني عالمان، قامي مشران او د ټولنې مخور باید د خلکو ترمنځ د اختلافونو او شخړو په هوارولو کې خپل مثبت او اغېزناک رول ولوبوي، څو په ټولنه کې د سولې او ورورولۍ فضا لا پیاوړې شي.

 

هغه د روغې جوړې د تاریخي پرېکړې هرکلی وکړ، د الله تعالی شکر یې ادا کړ او ویې ویل چې دا ګام به د راتلونکو نسلونو لپاره د امن، مینې او ورورولۍ د ټینګښت یو ښه او بېلګه‌ ییز اقدام ثابت شي.

 

د نوموړي په وینا، د داسې روغو جوړو دودول د شخصي دښمنیو د مخنیوي او په ټولنه کې د سولې او یووالي د ودې لپاره مهم ارزښت لري.