شلتلو : د بر دیر په شلتلو سیمه کې د وسله ‌والو په برید کې وژل شوی د پولیسو اسسټنټ سب انسپکټر (ای اېس ایي) عمر خان د جنازې له لمانځه وروسته په سرکاري درناوي خاورو ته وسپارل شو.

 

د جنازې لمونځ ،د جولایۍ په ۲۰مه، د دیر پولیس لاینز کې ادا شو، چې پکې د قامي اسمبلۍ غړي او د پاکستان تحریک انصاف د ملاکنډ ډویژن صدر صاحبزاده صبغت الله، د بر دیر ډپټي کمشنر منظور احمد افریدي، د بر دیر ډي پي او، د پولیسو لوړپوړو چارواکو، د سیمي مشرانو او د شهید د کورنۍ ګڼ شمېر غړو ګډون کړی و.

 

په مراسمو کې د پولیسو یوې چمتو دستې شهید ته سلامي وړاندې کړه. ورپسې ډپټي کمشنر، ډي پي او، صاحبزاده صبغت الله او نورو چارواکو د شهید پر تابوت د ګلونو څادرونه کېښودل او د هغه قربانۍ ته یې درناوی څرګند کړ.

 

له جنازې وروسته ای اېس ایي عمر خان په سرکاري درناوي خاورو ته وسپارل شو. د مراسمو په پای کې د شهید د درجاتو د لوړوالي، د هغه کورنۍ ته د صبر جمیل او د پاکستان د امن، امنیت، ثبات او سوکالۍ لپاره ځانګړې دعاوې وشوې.