مریان/نورړ : د بنو سيمه ييز پوليس مشر (ار پي او) ربنواز خان د بنو د مريان او نورړ په سيمو کې د پوليسو او امنيتي ځواکونو د روانو هدفي عملياتو جاج اخيستی او ويلي يې دي چې دا عمليات به تر هغې دوام ولري، څو د سيمي امن ټينګ او د ترهګرو شبکې له منځه يوړل شي.
د بنو پوليسو وياند وايي، د ،جولایۍ په ۲۰مه، ترسره شوې د ار پي او په دې دوره کې د ۱۱۶ بريګيډ قوماندان، د بنو ډي پي او فرقان بلال او ډپټي کمشنر محمد فهيم خان هم ورسره ملګري وو. چارواکو د روانو عملياتو په اړه مفصل معلومات ورکړل او د عملياتو پر تګلارې او همغږۍ يې د اطمينان څرګندونه وکړه.
ربنواز خان د پوليسو او امنيتي ځواکونو له سرتېرو سره د خبرو پر مهال د هغوي د زړورتيا، مسلکي وړتيا او قربانيو ستاينه وکړه او ويې ويل چې روان عمليات يوازې د ترهګرو او د هغوي د پټنځايونو پر ضد دي، او د عامو خلکو د ځان او مال خونديتوب ته پکې ځانګړې پاملرنه کېږي.
هغه له ولسه وغوښتل چې له قانون پلي کوونکو ادارو سره همکاري وکړي او د شکمنو فعاليتونو په اړه سمدستي امنيتي ادارو ته خبر ورکړي.
د بنو په ضلعه کې دا عمليات له هغې وروسته نور هم پراخ شوي دي چې په وروستيو ورځو کې په مريان پوليس تاڼه ځانمرګی او وسله وال بريد وشو، چې پکې يو پوليس سرتېرى ووژل شو او يو شمېر امنيتي سرتېري او ملکي وګړي ټپيان شول. ورپسې پوليسو، پوځ او د ترهګرۍ ضد ادارې ګډ استخباراتي او هدفي عمليات پېل کړل.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې هم څو ورځې وړاندې ويلي وو چې د بنو او شاوخوا سيمو په ګډو استخباراتي عملياتو کې ۲۴ وسله وال وژل شوي، وسلې او مهمات ترې نيول شوي او د عملياتو لړۍ به تر هغو دوام ولري چې د بريدونو ټول مسؤل کسان قانون ته وسپارل شي.
امنيتي سرچيني وايي، چې اوس مهال په مريان، نورړ، بکاخېل، جانيخېل، وزير سب ډويژن او ځينو نورو سيمو کې د پوليسو، پوځ، سي ټي ډي او نورو امنيتي ادارو ګډ هدفي عمليات روان دي. د چارواکو په وينا، موخه يې د ترهګرو شبکو ماتول، د هغوي د اسانتيا برابروونکو نيول او د راتلونکو بريدونو مخنيوی دی.


شال نیوز