بریکوټ : د سوات د بریکوټ په ابوهه سیمه کې د شخصي دښمنۍ له امله پر یو موټر د ډزو په پېښه کې د مردان د لوندخوړ سیمي دوه کسان وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.
د بریکوټ سرکل ډي اېس پي سید رحیم ،د جولایۍ په ۲۰مه، شال نیوز ته ویلي دي، چې د لومړنیو پلټنو له مخې دا پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې او په دې اړه پولیسو مقدمه هم درج کړې ده.
د پولیسو په وینا، په برید کې ابراهیم او دواخان، چې د مردان د لوندخوړ اوسېدونکي وو، وژل شوي، او عمر علي زوې د نادر خان، د اوډیګرام اوسېدونکی، ټپي شوی دی. د ټپي عمر علي مېرمن هم په ډزو کې ژوبله شوې ده.
عمر علي، چې د پېښې عیني شاهد او ټپي دی، پولیسو ته په خپل بیان کې ویلي دي چې ابراهیم او دواخان یې ماماګان وو او له خپلې مېرمنې سره ورسره له مینګورې د لوندخوړ پر لور روان و. د هغه په وینا، کله چې د ابوهه سیمي ته ورسېدل، یو شین رنګ موټر ترې مخکې شو، ورپسې څو موټرسایکل سپاره کسان راورسېدل او بې له څه ویلو یې پرې ډزې پېل کړې.
پولیس وايي، د وژل شویو جسدونه او ټپیان د بریکوټ روغتون ته لېږدول شوي دي. د پېښې له ځایه شواهد راټول شوي او د تورنو کسانو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.


عصمت علي اخون