د نوښار په دوو بېلو سيمو کې ،د جولایۍ په ۱۹مه، د کورنيو شخړو له امله دوه خونړۍ پېښې شوې دي، چې پکې يو ځوان د خپل ورور په ډزو وژل شوی او يوه امېدواره ښځه د خپل مېړه په ډزو وژل شوې ده.

 

د پوليسو په وينا، د اکوړه خټک په سيمه کې د جايداد پر سر د کورنۍ د شخړې له امله يو ورور پر خپل کشر ورور ،شايان حسين، ډزې وکړې، چې هغه په ځای مړ شو. د پېښې له ترسره کېدو وروسته تورن له سيمي وتښتېد.

 

بلخوا، د نوښار کلا په سيمه کې ،شهناز بي بي، نومې امېدواره ښځه د خپل مېړه له خوا په ډزو ووژل شوه. د پوليسو د لومړنيو معلوماتو له مخې، تورن پر خپلې مېرمنې د موبايل ټېلېفون د استعمال او خبرو کولو په اړه شک درلود، چې له همدې امله يې پرې ډزې وکړې او له پېښې وروسته وتښتېد.

 

د دواړو وژل شويو مړي د قانوني معاينې لپاره د قاضي حسين احمد مېډيکل کمپلېکس او د نوښار ضلعي مرکزي روغتون ته ولېږدول شول. پوليسو ويلي، د قانوني معاينې له بشپړېدو وروسته د شهناز بي بي د ورور افتخار علي په عريضه د نوښار کلا تاڼه کې د هغې د مېړه پر ضد د قتل مقدمه درج شوې ده.

 

همدارنګه، د اکوړه خټک تاڼه کې د شايان حسين د وژنې مقدمه د هغه د پلار په عريضه د خپل بل زوې پر ضد ثبت شوې ده.

 

پوليس وايي، دواړه تورن له پېښو وروسته تښتېدلي او د نيولو لپاره يې لټون روان دی. د دواړو پېښو نورې پلټنې هم دوام لري.