امنیتي سرچیني وایي، چې امنیتي ځواکونو د کوز سویلي وزیرستان د واڼا په غواخوا سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنیاد عملیات کړي او له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر یې ،له دې وړاندې چې په یوه احتمالي ځانمرګي برید کې وکارول شي، ویجاړ کړی دی.

 

د امنیتي سرچینو په وینا، په موټر کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي د یو لوي ترهګریز برید لپاره چمتو شوي وو. سرچیني زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو د درېیو ورځو لپاره د دغه مشکوک موټر څارنه کوله او کله چې له استوګنیزې سیمي لرې شو، په نښه یې کړ، څو ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي.

 

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په عملیاتو کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر او یوه موټرسایکل ویجاړ شوي، یو مشکوک وسله ‌وال وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

 

امنیتي سرچیني وایي، چې د دې عملیاتو له امله په واڼا او شاوخوا سیمو کې د یو احتمالي لوي برید مخه ونیول شوه او خلک له درانه ځاني او مالي زیان څخه خوندي پاتې شول.

 

سرچیني زیاتوي چې د ترهګرۍ پر ضد د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات به د سیمي په بېلابېلو برخو کې دوام ولري.

 

تر اوسه کومې وسله ‌والې ډلې د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، او شال نیوز هم په خپلواکه توګه د امنیتي سرچینو دا دعوې نه دي تایید کړي.