د خیبر پښتونخوا د مومندو ضلعې په پنډیالۍ تحصیل کې یو مسافر وړونکی ګاډی د ټرافیکي پېښې ښکار شوی، چې له امله یې لس تنه ټپیان شوي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو د معلوماتو له مخې، پېښه ،د جولایۍ په ۱۸مه، د پنډیالۍ تحصیل د ډنډ سیمي په یو سړک هغه مهال رامنځته شوه، چې یو مسافر وړونکی کوچ بې قابو شو او د سړک نه لاندې وغورځېده.
ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، چې ژغورونکي پر وخت سیمي ته رسېدلي او ټپیانو ته یې لومړنۍ طبي مرستې ورکړې. وروسته ټول ټپیان د لا نورو طبي خدماتو لپاره د چارسدې د شبقدر تحصیل هېډکوارټر روغتون ته ولېږدول شول.
د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې لس تنه ټپیان شوي چې پکې د نورین، نایاب، عزیز، نور محمد، ذیشان، خان، شیر زمان، علي ګوهر شامل دي. د ټپیانو د عمرونو او روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
ریسکیو ۱۱۲۲ مومند ویلي دي چې د ژغورنې او انتقال چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې او ټپیان په خوندي ډول روغتون ته رسول شوي دي، چرته چې تر درملنې لاندې دي.
د یادې پېښې د علت په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو ،د راپورونو له مخې، په خیبر پښتونخوا کې زیاتره ټرافیکي پېښې د سړکونو د خراب وضیعت او د ټرافیک اصول نه کارولو له امله رامنځته کېږي.


شال نیوز